د افغانستان هوايي چلند اداره وايي، دغه الوتنې د یوه نوي نړیوال دستورالعمل او د کورونا وېروس مخنیوي په موخه ټولو روغتیایې لارښوونو ته په پام سره تر سره کېږي.
د ویلو ده، چې تر دې وړاندي د افغانستان هوايي چلند ادارې چارواکو ویلي وو، چې د الوتنو نه ترسره کیدو له امله دوی لسګونه میلونه افغانۍ تاواني شوي دی.
یو شمېر افغانان په بهرنیو هیوادونو کې او یو شمېر بهرني وګړي په افغانستان کې د الوتنو د نشتون له امله بند پاتي وو.